ads

په باد غېس ولایت کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت خبر ورکړی چې په بادغېس کې د هوایي عملیاتو په پایله کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ابکمري ولسوالۍ کې د هوایي عملیاتو په پایله ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د سرچینې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
2 زمری 1398
په باد غېس ولایت کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
بادغېس ولایت

دفاع وزارت خبر ورکړی چې په بادغېس کې د هوایي عملیاتو په پایله کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په ابکمري ولسوالۍ کې د هوایي عملیاتو په پایله ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو یو سراچه ډوله موټر او څلور موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
بلخوا، د دفاع وزارت په بله اعلامیه کې راغلي چې د بادغېس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA