ads

په نيپال کې سختو بارانونو د ۶۰ کسانو ژوند اخيستى

په تېرو څو ورځو کې په نيپال کې د سختو بارانونو او ځمکو ښويېدو له کبله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او کابو ۳۰ نور لادرکه دي. نيپالي چارواكي وايي، سختو بارانونو يې د ژغورنې عملياتو مخه نيولې ده. دوى زياتوي، هلته خلكو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي. د دې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
په نيپال کې سختو بارانونو د ۶۰ کسانو ژوند اخيستى
په نپال کې راغلي سېلابونه

په تېرو څو ورځو کې په نيپال کې د سختو بارانونو او ځمکو ښويېدو له کبله ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او کابو ۳۰ نور لادرکه دي.
نيپالي چارواكي وايي، سختو بارانونو يې د ژغورنې عملياتو مخه نيولې ده.
دوى زياتوي، هلته خلكو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.
د دې ترڅنګ د هند په ختيځ کې هم سخت بارانونه شوي او خلكو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
هندي چارواكو ويلي، په اسام ايالت کې د سختو بارانونو په پايله کې ۱۴ تنه وژل شوي او كابو يو ميليون نور کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
موسمي بارانونه، چې له جون څخه تر سپټمبر مياشتې پورې په جنوبي اسيا کې اوري، هر کال د دغې سيمې اوسېدونكو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA