د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د قومي مشر او ولسي پاڅون كوونكو د قوماندان ملك تور د وراره د واده په مراسمو كې ځانمرګي بريد ۲۱ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې شوى، چې له كبله يې د ملک تور او د هغه د دوو زامنو په ګډون نهه كسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د ياد ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى او وسله والو طالبانو په كې خپل لاس لرل رد كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ