ads

په فارياب كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو او له وسله والو طالبانو سره يې په جګړه كې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ځانګړو پوليسو يې تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ په بهارك كلي كې د طالبانو پر قرارګاه عمليات ترسره كړل. […]

نویسنده: hewadpal
1 چنګاښ 1398
په فارياب كې ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فارياب كې د افغان ځواكونو په عملياتو او له وسله والو طالبانو سره يې په جګړه كې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ځانګړو پوليسو يې تېره شپه د ګرزيوان ولسوالۍ په بهارك كلي كې د طالبانو پر قرارګاه عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو كې اووه طالبان ووژل شول او درې تنه نور ژوبل شول.
د كورنيو چارو وزارت وايي، عمليات كوونكو سرتېرو د طالبانو د مهماتو يوه ډيپو او يوه نقليه واسطه ترلاسه كړې او د هغوى له ۱۰ زيات موټر سايكلونه يې له منځه يووړل.
په ياده خبرپاڼه كې راغلي، په ګرزيوان ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ په جګړه كې درې طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په يادو پېښو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
خو وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې د ګرزيوان ولسوالۍ په بهارك كلي كې د افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې يوه مدرسه او د استوګنې دوه كورونه ويجاړ شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA