ads

په تورخم كې د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه وشوه

د افغانستان او پاكستان ګمركي مسوولينو د درېيو مياشتو لپاره د تورخم اخوا او دېخوا د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه كړې ده. د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پرېكړه پاكستان ته د دغه ولايت د ګمرك رئيس محمد عمر مومند د سفر په مهال شوې ده. […]

نویسنده: hewadpal
31 غبرګولی 1398
په تورخم كې د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه وشوه

د افغانستان او پاكستان ګمركي مسوولينو د درېيو مياشتو لپاره د تورخم اخوا او دېخوا د ۲۴ ساعته ګمركي چارو د ترسره كولو پرېكړه كړې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پرېكړه پاكستان ته د دغه ولايت د ګمرك رئيس محمد عمر مومند د سفر په مهال شوې ده.
مومند د پاکستان ګمرک له مسوولينو سره د ګمرکي ستونزو د حل، په ګمرکي چارو کې د غورې همغږۍ، د سوداګريزو همكاريو د لا پياوړتيا، د ګمرکي معلوماتو په وخت شريکولو او د فساد مخنيوي ترڅنګ د هغې لايحې په اړه هم بحث كړى، چې په دې وروستيو کې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د مالونو د وزن کنټرولولو لپاره جوړه شوې ده.
دوى د هغو خالي بار وړونکو سوداګريزو موټرونو، چې په تورخم کې ولاړ وي، د بېرته تګ ستونزې پر اساسي حل هم غږېدلي دي.
بايد وويل شي، چې په وروستيو څو كلونو كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ سوداګري كمه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA