د پاكستان د استخباراتي ادارې آى اېس آى رئيس عاصم منير پر خپلې چوكۍ له اته مياشتني كار وروسته له دندې ګوښه شو.
پاكستاني پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، فيض حميد د عاصم منير ځاىناستى ټاكل شوى دى.
د پاكستان پوځ تر دې دمه له دندې د آى اېس آى د رئيس د ګوښه كېدو علت نه دى په ډاګه كړى.
د سياسي چارو شنونكي د پاكستان اردو د دغه هېواد تر ټولو زيات نفوذ لرونكى او پر ملكي ادارو لاسبرى ځواك بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ