ads

امريكا يو ځل بيا ايران ته خبردارى وركړ

په عراق كې د متحدو ايالتونو سفارت ته نېږدې د توغندي تر لګېدو وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ايران ته د رسمي ختمولو خبردارى وركړى دى.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
امريكا يو ځل بيا ايران ته خبردارى وركړ

په عراق كې د متحدو ايالتونو سفارت ته نېږدې د توغندي تر لګېدو وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ايران ته د رسمي ختمولو خبردارى وركړى دى.
پرون د عراق د پايتخت بغداد په زرغونه سيمه كې د امريكا د سفارت په شاوخوا يو كيلو مټرۍ كې توغندى ولګېد، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
واشنګټن شك لري، چې د دغه بريد تر شا به د تهران لاس وي.
له تېرې سپټمبر مياشتې راهيسې دا د بغداد پر زرغونې سيمې لومړى توغندويي بريد دى.
تر ياد بريد وروسته د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پر خپله ټويټر پاڼه وليكل، كه ايران جګړه غواړي، نو دا به يې رسمي ختمېدا وي او هېڅكله دې متحده ايالات بياځلي نه ګواښي.
د يادونې وړ ده، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ترينګلتيا د جګړې پولې ته نېږدې شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA