د ملي دفاع وزارت په كندهار او غزني ولايتونو كې د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل كېدو ادعا كوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د عبدالله خان کارېز په سيمه کې نهه طالبان وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د يوې بلې خبرپاڼې له مخې، د هوايي ځواک په ملاتړ کومانډو ځواکونو د غزني په ناوې ولسوالۍ کې ځانګړي عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې پنځه طالبان وژل شوي، درې شكمن كسان نيول شوي او د دښمن ۱۰ موټر سايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
سرچينه وايي، د غزني په اندړو ولسوالۍ كې بيا د هوايي بريد له كبله دوه طالبان ووژل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ