د خوست په سرحدي سيمو پاکستاني پوځیانو د توپونو ډزې کړې چې له کبله يې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د خوست امنیه قومندان سمونوال سيداحمد بابازي کليد ته وويل، پاکستاني پوځ تېره ورځ ناوخته ددې ولايت د سپېرې ولسوالۍ اړوند په پڅه مېله، میرڅپر او یو شمېر نورو سيمو د توپونو ډزې پيل کړې چې له کبله يې درې کسان ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
له بل لوري د سيمې اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځ له پولې را اوښتی او هڅه کوي هلته پوځي تاسيسات جوړ کړي.
د دوی په خبره، د پاکستاني پوځيانو د يرغل او ډزو له کبله د سيمې اوسېدونکي اړ شوي چې له خپلو مېنو بې ځايه شي.