د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د مينې په نوم يوه پوليسه د خپل مېړه لخوا وژل شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي امر محمد زمان همدرد كليد ته وويل، دا پېښه تېره شپه د لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د زړې كلا په سيمه كې د كورني تاوتريخوالي له كبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، قاتل پوليسو نيولى او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
دا لومړى ځل نه دى، چې په هلمند كې يوه پوليسه وژل كېږي، تېر كال هم هلته يوه پوليسه په مرموز ډول وژل شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ