ads

په هلمند كې يو مهم طالب قوماندان ووژل شو

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواكونو په هلمند كې د عثمان په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژلى دى.

نویسنده: mayar
7 غویی 1398
په هلمند كې يو مهم طالب قوماندان ووژل شو

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت هوايي ځواكونو په هلمند كې د عثمان په نوم د وسله والو طالبانو يو مهم قوماندان وژلى دى.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دا هوايي بريد تېره ورځ د نهر سراج ولسوالۍ په سپين مسجد سيمه کې ترسره شوى دى.
په خبرپاڼه كې راغلي، د بهرنيو ځواكونو په دغه هوايي بريد كې مهم طالب قوماندان عثمان او د هغه ساتونكى نسيم وژل شوي دي.
سرچينه وايي، ياد طالب قوماندان د نوزاد ولسوالۍ د شاه پشتې سيمې اصلي اوسېدونكى و.
سرچينه زياتوي، په دې هوايي بريد كې د وژل شوو طالبانو يو عراده موټر سايكل او دوه ميله وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA