د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب افغان ځواكونه ماتې نه منونكي بولي او وايي، هغوی، چې د امنيتي ځواکونو له اعاشې غلا کوي، د هېواد دښمنان دي.
نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ له غرمې وروسته په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د وينا په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، محب افغان ځواکونو ته ډاډ ورکړ، چې په امنيتي سکټور کې به د اصلاحاتو لړۍ روانه وي او د وژل شوو امنيتي او دفاعي سرتېرو كورنيو ته به رسېدنه وشي.
د ملي امنيت سلاكار هغه سرتېري، چې په مخامخ جګړو په ځانګړې توګه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې يې له خپل ځانه مېړانه او اتلولي ښودلې وه، په نغدي او معنوي مکافاتو وستايل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ