د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته كې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره نيمه شپه د چمتال ولسوالۍ پر اسياب خان او اسياب ګرګ كليو بريد وكړ، خو د امنيتي ځواكونو له لوري په شا وتمبول شو.
د نوموړي په خبره، په دغه بريد كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
رضايي زياته كړه، د جګړې په مهال پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ