د لوګر په محمداغې ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو يو مهم ډلمشر وژل شوى دى.
د كورنيو چارو وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د دې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه كې د گډو امنيتي ځواكونو د خيبر پنځه په نوم عملياتو په ترڅ كې د مهم ډلمشر شفيع الله په ګډون پنځه طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
سرچينې په دغو عملياتو كې د ۵۰۰ کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو د له منځه وړلو ادعا هم كړې ده.
په خبرپاڼه كې راغلي، د يادو عملياتو په مهال امنيتي سرتېرو اته عرادې موټر سايکلونه، يو عراده سراچه ډوله موټر، يو ميل درازنوف او درې ميله کلاشينکوفونه ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.