د سالنګونو د ساتې او څارنې مسوول عبدالبصير حبيبي وايي، د سالنګ لويه لار له ټېلرونو پرته د نورو ټولو موټرونو پر مخ پرانيستې ده.
هغه نن كليد ته وويل، د پنجشنبې ورځې د ماسپښين له دوه بجو راهيسې په سالنګونو كې واره ورېدنه روانه ده.
حبيبي زياته كړه، له تېرې نيمې شپې راهيسې د نن سهار تر اتو بجو پورې يې د سالنګ لويه لار په موقته توګه تړلې وه او وروسته له ټېلرونو پرته نورو ټولو موټرونو ته پرې د تګ راتګ اجازه وركړل شوه.
د ده په خبره، د وړاندوينې له مخې به په سالنګونو كې تر راتلونكې يكشنبې پورې واوره ورېدنه روانه وي او ښايي ياده لار يو ځل بيا د ټرافيكو پر مخ وتړل شي.
د سالنګ لويه لار په روان ژمي كې د واورې ورېدنې له كبله تر دې دمه شپږ ځلې د ټرافيكو پرمخ تړل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ