په غزني ښار کې د ماين چاودنې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۱۰ دقيقې د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د قصابۍ په کوڅه کې وشوه.
د هغه په وينا، د ماين دغې چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او درې تنه نور يې ټپيان كړي دي.
نوري زياته كړه، چاودنه د وسله والو مخالفينو له لوري په واوره کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له كبله شوې، چې هدف يې قصابيو ته ورتلونکي امنيتي منسوبين وو.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ