ads

د هلمند لرغونې سيمې او ابدات هېر شوي

په هلمند کې د ځايي حکومتي ادارې د نه پاملرنې له کبله لرغونې سيمې او تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

نویسنده: mayar
8 سلواغه 1397
د هلمند لرغونې سيمې او ابدات هېر شوي

په هلمند کې د ځايي حکومتي ادارې د نه پاملرنې له کبله لرغونې سيمې او تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
بست کلا ته نېږدې دسلطان محمود غزنوي د واکمنۍ پر وخت رغول شوې لويې کلاګانې چې نیمې نړېدلې دي، ډېری يې د خلکو له لوري غصب شوې او چا هم ترې کرنيزه ځمکه جوړه کړې.
د دې سيمې يو اوسېدونکی عجب ګل که څه هم مني چې لرغونې سيمې د دوی د کلي تر جوړېدو هم پخوانۍ دي خو بيا هم دعوه لري چې دغې سيمې خپلې دي او ټينګار لري چې حکومت ته به اجازه ور نه کړي چې دا ځمکې ترې ونيسي.
نه يوازې دا بلکې د بست، مختر او پيرسبز کلاګانې هم له دې ډول ګواښونو يا ويجاړېدو او يا هم غصب سره مخ دي.
سید محمد حیرت هغه هلمندي ليکوال دی چې د دې تاريخي سيمو په تړاو يې ډېرې ليکنې کړې دي، نوموړی وايي، حکومت لرغونو سيمو ته پام نه کوي او خلک يې بيا په اهميت نه پوهېږي.
اخوا بيا د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئيس حمید الله ویاړ وايي، د لرغونو سيمه بيا رغول او ساتل د ځايي ادارې تر وس پورته خبره ده او ښه ده چې په تړاو له مرکزه پام وشي.
په هملند کې شاوخوا ۴۰ لرغونې کلاګانې شته چې ډېرې برخې يې د تېرو کورنيو جګړو پر مهال له منځه تللې او اړوندې سيمې يې د خلکو له لوري غصب شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA