د کونړ ولايتي چارواکي وايي، په شلتن ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ځينو مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۰ طالب وسله وال او د القاعده شبکې غړي وژل شوي دي.
د والي وياند عبدالغني مصمم کليد ته وويل، دا عمليات د شلتن په سونو سيمه کې ترسره شول.
نوموړي زياته كړه، د عملياتو په مهال د دولت د وسله والو مخالفينو د اوسېدو څو مرکزونه هم له منځه يووړل شول.
د مصمم په خبره، په يادو عملياتو كې زياته اندازه درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه كړې.
دى وايي، په عملياتو کې افغان سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو او القاعده شبکې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ