د افغانستان د باولينګ ملي لوبډله نن د روان ۲۰۱۸م ميلادي كال په نړيوالو سياليو كې د ګډون په هدف هانګ كانګ ته لاړه.
د افغانستان له لوري د باولينګ په دغو نړيوالو سياليو كې دوه لوبغاړي، يو روزونكى، يو لوبڅار او د لوبډلې رئيس حضور پيدا كوي.
د هېواد د باولينګ د ملي فدراسيون مسوولين وايي، افغان لوبغاړو يادو سياليو ته د چمتووالي لپاره نېږدې دوه مياشتې تمرينونه كړي دي.
دوى زياتوي، د روان ميلادي كال د باولينګ نړيوالې لوبې د هانګ كانګ په كوربه توب سبا پيلېږي او د راتلونكې ډسمبر مياشتې په پنځمه نېټه پاى ته رسېږي، چې په كې به د ۵۲ هېوادونو ۲۷۸ لوبغاړي ګډون ولري.
دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان استازي په دې ډول لوبو كې برخه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ