د امريکا جمهور رييس ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې د ايران او د نړۍ د شپږو پياوړو هېوادونو تر منځ له اټومي تړونه وځي.
د ايران د اټومي پروګرام پر سر تړون په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د امريکا په ګډون د شپږو نړيوالو ځواکمنو هېوادونو تر منځ شوی و.
ډونالډ ټرمپ چې سپينه ماڼۍ کې خبرې کولې وويل، د ايران پر وړاندې به سخت بنديزونه هم ولګول شي.
ډونلډ ټرمپ وويل له ايران سره تړون د امريکا او ملګرو خوندي کولو لپاره و، خو دغه تړون ايران ته د يورانيمو غني کولو اجازه ورکړې وه.
جمهور رييس ټرمپ د خپلو اروپايي متحدينو مشورې ته له پام پرته اعلان وکړ چې پر ايران به هغه ټول بنديزونه بېرته ولګوي چې په ۲۰۱۵ کال کې د دې تړون د لاسليک کېدو پر وخت لرې شوي وو.
د امريکا د جمهور رييس د دې اعلان په غبرګون کې ايران په سملاسي توګه اعلان کړی چې د يورانيمو د غني کولو پروسه به بيا پيلوي.
ايران په دې کار سره کولی شي چې هستوي انرژي او ان وسلې توليد کړي.
د ډونلډ ټرمپ دغې پرېکړې په نړيواله کچه ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي. د فرانسې جمهور رييس امانول مکرون ويلي، فرانسه جرمني او بريتانيا د امريکا د دغې پرېکړې له امله خواشيني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ