د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوې ښځې د خپلې کورنۍ د نوروغړو په مرسته درې ورځې وړاندې د تېشې په وسیله خپل خاوند وژلی دی.
ددې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شېرجان دراني کلید ته وویل، چې دغې مېرمنې د خپلو زامنو او لوڼو په مرسته د تېشې په ګوزارونو سره خپل خاوند وژلی دی.
دراني زیاته کړه، چې دا پېښه د مزارشریف ښار په میرزاقاسم نومي سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.
د نوموړي په وینا، ددې پېښې په تړاو د وژل شوي سړي د مېرمنې په ګډون د کورنۍ ټول غړي اوس مهال د پولیسو له لوري نیول شوي دي او څېړنې ترې روانې دي.
د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د کورني تاوتریخوالي له کبله په دې ولایت کې دغه راز پېښې رامنځ ته شوې دي.