ads

بغلان کې ماين چاودنې درې سيمه ييز پوليس ووژل

په بغلان ولايت كې د ماين چاودنې له كبله درې سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست يو تن مسوول عبدالعليم غفاري وايي، چې دا چاودنه تېر ماښام د چشمه شير سيمې په منګک بېس كې شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې له ځايه دوى ته د سيمه ييزو پوليسو درې جسدونه او يو ټپي ور وړل شوي، چې د ټپي روغتيايي حالت نازک دى.

نویسنده: The Killid Group
15 کب 1395

د دغې چاودنې په اړه تراوسه د بغلان امنيتي مسوولينو او هم د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د بغلان پر يو شمېر سيمو د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي او د تېرې چهار شنبې په ورځ يې د دې ولايت تاله او برفك ولسوالي تر خپلې ولكې لاندې راوسته، خو امنيتي ځواكونه وتوانېدل، چې د جمعې په ورځ يې بېرته ترې ونيسي.
بلخوا اوس مهال طالبان د بغلان د يو شمېر نورو ولسواليو ترڅنګ د دغه ولايت د مركز پلخمري په ځينو سيمو كې هم موجود دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA