ads

خوست پارکونه او تفریحي سيمې غواړي

په خوست ښار کې ملي تفریحي پارک پرانستل شو، خو د دغه ولایت ځوانان وايي، یو نه بلکې دغه ډول نور پارکونه دې هم د خوست په بېلا بېلو برخو کې جوړ شي.

نویسنده: The Killid Group
7 تله 1395
خوست پارکونه او تفریحي سيمې غواړي

په خوست ښار کې ملي تفریحي پارک پرانستل شو، خو د دغه ولایت ځوانان وايي، یو نه بلکې دغه ډول نور پارکونه دې هم د خوست په بېلا بېلو برخو کې جوړ شي.

دا پارک د ۶۱ ملیونه افغانیو په لګښت د خوست ښار لويدیځه برخه کې د پروژې باغ ترڅنګ موقعیت لري چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت په مالي لګښت له هغو پیسو جوړ شوی چې هرکال د دغه وزارت لخوا هغو ولایتونو ته د جایزې په توګه ورکول كېږي چې د نشه يي توکو کښت په کې صفر شوی وي. د خوست ملي پارك د پرانستې په مراسمو كې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي هم ګډون كړى و. نوموړې وویل، دوی په خوست کې د نورو اړینو پروژو د پلي کولو پلانونه هم لري: (( ولايتي ادارې په ټولو هڅو دلته د كوكنارو د کښت كچه صفر كړې، موږ له همدې کبله هڅه كوو ګڼې پروژې دلته پلې كړو)).

د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي وویل، یاد شوی پارک پر ۴۸ جریبه ځمکه د اتلسو میاشتو په موده کې جوړشوی دی. والي د مخدره توكو پر ضد د مبارزې وزارت له چارواکو څخه د کرنې او نورو رغنیزو پروژو غوښتنه هم وكړه: ((که څه هم دغه تفریحي پارک د ۶۱ مليونه افغانيو په لګښت د جي پي اى پروګرام له لارې جوړ شوى، خو بسنه نه كوي، خوست يو كرنيز ولايت دى او دلته د ګڼو پروژو پلي كېدو ته اړتيا ده)).

یاد تفریحي پارک د يو جومات تر څنګ د فوټبال، والیبال او كركټ لوبغالي هم لري. دغه راز د خوست په ملي پارك كې د ماشومانو له پاره د تفريح او ساعت تېرۍ ځانګړي ځايونه هم جوړ شوي دي.

له بل لوري خوستي ځوانان که څه هم د دغه پارک له پرانستې هرکلی کوي، خو ټینګار لري چې دغه ډول نور پارکونه دې هم د خوست ښار او ټول ولایت په کچه ورغول شي.

د خوست سلګونه ځوانان په ځانګړي ډول د متون بابا غونډۍ د دغسې یوه پارک د جوړولو له پاره خورا مناسبه سیمه ګڼي. دوی زیاتوي، خوست ښار په لږه ساحه کې راټول دی او د ښاریانو او ځوانانو د تفریح له پاره ښار ته بله داسې نږدې سیمه نشته؛ نو دا چې یاده سیمه له څلوېښتو کلونو راهیسې د ښار په تفصیلي پلان کې تفریحي سیمه ده، ځايي ادارې ته لازمه ده چې دا ساحه هم شنه او د ښاریانو د تفریح له پاره تیاره کړي.

یو شمېر ځوانانو ټينګار وکړ چې دوی به په ‎دې سیمه کې له تفریحي پارک پرته د نورو پروژو عملي کولو ته اجازه ورنه ‎کړي. اسلام الله مسلم د دغو ځوانانو له ډلې دی. نوموړی ټینګار کوی چې د دغه ډول سيمې اړتیا ډېره ده: ((دا د خوست یوه تفریحي ساحه ده او موږ ځوانان غواړو چې دا په حقیقت کې په تفریحي ساحه بدله شي، دلته په زرګونه ځوانان راځي تر څو مېلې وکړي. دا چې خوست نور سیاحتي ځایونه نه‎لري، دا ځوانان په ‎دې هیله راټول شوي دي چې دا ساحه تفریحي پارک وګرځي او د سیلونو او تفریح له پاره یو ځای شي.)) له بل لوري د خوست ولایتي شورا غړی قدیم افغان هم وايي، دې ځای کې د زرګونو ښاریانو او ځوانانو راغونډېدل د تفریحي سیمې د جوړولو اړتیا ښکاره کوي. نوموړی زیاتوي دا سیمه د حکومت له پاره په یوه عایداتي سرچینه بدلېدلای شي او که تفریحي سیمه شي؛ نو یو شمېر ځوانانو تـه بــه پــه‎کــې د کار او مــزدورۍ دایـمـي زمـیـنـه هم برابره شي.

اشرف یو بل خوستی ځوان دی. نوموړی وايي، خلک د اوونۍ وروستیو ورځو او دغه راز د اختر ورځو کې د تفریح له پاره وړ ځایونه نه لري له همدې کبله اړینه ده چې ډېر تفریحي پارکونه ورغول شي: ((که څه هم د خوست ځوانان دې لمر ته هم راځي او دې ځای کې سره راټولیږي، خو دولت د دې پارک جوړولو ته توجه نه ‎ده کړې)).

د خوست یو تن مدني فعال سمیع الله لمر هم له دغو ځوانانو سره ملګری و او ټینګار یې کاوه چې خوست ښار کې دې تفريحي پارکونه ورغول شي. نوموړي په ځانګړي ډول د متون غونډۍ یادونه وکړه چې د تفریحي پارک له پاره غوره ځای دی: (( زموږ د مرکزي حکومت نه دا غوښتنه ده چې دې ځای ته دې پروژې رامنظورې کړي، موږ ته دې شنه پارکونه جوړ کړي، ځکه چې په خوست کې نږدې داسې بله تفریحي سیمه نشته، د خوست ساحه ډېره تنګه ده، هیله مو دا ده چې داسې پارکونه جوړ کړي چې د خوستیو ځوانانو د هیلو سره برابر وي)).

د سردار شیرزي منګل په نوم یو بل خوستی ځوان وايي چې د ازادۍ مینې په شمال لوري کې د متون بابا غونډۍ اوږدې سلسلې دي چې باید ټولې په شنو ساحو او تفريحي پارکونو بدلې شي او دلته باید نورې ودانيزې پروژې پلې نه شي، څو خوست ښار هم مناسبې شنې سیمې ولري؛ د ژوند چاپېریال یې خوندي او هوا یې هم صافه وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA