ads

منشور

منشور د ځوان او نوښتګر ليکوال او شاعر غلام مطفى سالک د ادبي کره کتنې په برخه کې يو با ارزښته څېړنيز اثر دى، چې د ١٣٧٩ لمريز کال په سلواغه کې د ٥٠٠ ټوکو په شمېر، په ١٥٠ مخونو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى. منشور د ځوان او نوښتګر […]

نویسنده: The Killid Group
18 چنګاښ 1391
منشور

منشور د ځوان او نوښتګر ليکوال او شاعر غلام مطفى سالک د ادبي کره کتنې په برخه کې يو با ارزښته څېړنيز اثر دى، چې د ١٣٧٩ لمريز کال په سلواغه کې د ٥٠٠ ټوکو په شمېر، په ١٥٠ مخونو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى.

منشور د ځوان او نوښتګر ليکوال او شاعر غلام مطفى سالک د ادبي کره کتنې په برخه کې يو با ارزښته څېړنيز اثر دى، چې د ١٣٧٩ لمريز کال په سلواغه کې د ٥٠٠ ټوکو په شمېر، په ١٥٠ مخونو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى.

په دغه اثر کې ليکوال د ٤٤ بېلابېلو عنوانونو په ترڅ کې د کره کتنې تعريف، اهميت، شرطونه او اصول بيان کړي دي. که څه هم د دې کتاب تر خپرېدو مخکې د کره کتنې په اړه ځينې خورې ورې ليکنې او د کره کتنې د پېژندنې په اړه يو دوه رسالې هم خپرې شوې دي، خو د دغه اثر ارزښت او اهميت په دې کې دى چې ليکوال هڅه کړې په هر اړخيز ډول کره کتنه راوپېژني او په ادب او نورو پوهنيزو علومو کې د هغه ارزښت او اهميت په ګوته کړي او دا ووايي چې: (( کره کتنه د ټولو ليکنو، پوهنيزو او هنري اثارو د لا ښه والي او لوړتيا په لاره کې مرسته کوي او د لا ښې ودې او پرمختګ لار يې پرانيزي.))

مصطفی سالک د سيداجان سالک زوی، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ د قاضيانو په کلي کې دنيا ته سترګې غړولې دي. پخپله د ده په وينا د زوکړې دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، خو په تذکره کې په ۱۳۵۷ کې اووه کلن بلل شوی او دا هغه کال و چې دی ښوونځي ته تللی. کال دوه يې زده کړې نه وې کړې چې په وطن کې ناورين پیل شو او دی له زده کړو پاتې شو، خو کله چې په ۱۳۶۱ لمريز کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو. هلته يې په شپږم ټولګي کې داخله واخسته او ورسره يې د عربي او انګلېسي کورسونه هم تعقيب کړل.

سالک په ۱۳۶۸ لمريز له دولسم ټولګي تر فراغت وروسته په دعوت و جهاد پوهنتون کې د ادبياتو په پوهنځي کې په زده کړو بوخت شو. په ۱۳۷۲ لمريز یې دپلوم ترلاسه او په هماغه پوهنتون کې د کدر په توګه ومنل شو. په ۱۳۷۴ کې له پېښور پوهنتون يې په پښتو ادب کې ماستري واخسته او له ۱۳۷۶ تراوسه په بي بي سي راډيو کې په دنده بوخت دی.

سالک په ۱۳۶۵لمريز کې شاعري پیل کړې او څه موده وروسته د ارواښاد استاد الفت د اثارو تر لوستلو وروسته یې د هنري نثر د ليکلو هڅه کړې.

د طاووس بڼکه، سندريزې چينې او خيمه ما از سايه هما بود، د هغه شعري ټولګې، پاتې شه باران يې ناول، منشور يې کره کتنه او د اوښکو موسکا يې هنري نثرونه دي، چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي. خيبرۍ خبرې اثر يې د چاپ په درشل کې دی. دغه اثر يې د پښتو غزل بابا امير حمزه خان شينواري اند و ژوند بيانوي.

سالک په خپل دغه اثر کې ډېر تمرکز پر ادبي کره کتنې کړى او د هغه په اند، له دې کبله چې ادبي کره کتنې لا د ادب او ځانګړي ذوق د تړاو سپيناوى نه دى کړى، کره کتنه پوهه نه بلکې د ادب فلسفه ده.

که د سالک دغه نظر ته په غور وګورو نو دې پايلې ته به ورسېږو چې کره کتنه يا نقد يوازې او يوازې د اثارو نيوکه نه، بلکې د هغه د جوهر ځېرنه او شننه هم ده. يعنې له کره کتنې نه دا معنى بايد وانه خستل شي چې د يو اثر د منفي اړخونو برسېرونکى وي.

سالک کره کتنه داسې راپېژني: ((کره کتنه د ادب د شوقي او ذوقي لیکوال هغه دنده ده چې د خپل تربیه شوي ذوق، هراړخیزې پوهې او تېز احساس په مرسته د ادب د پېژندګلوي، شننې او څېړنې کار په مدلل توګه پرمخ بیايي او پای کې د هنر د ارتقا او انساني ژوند له زاویو يوه ګټوره پرېکړه کوي.))

سالک د کره کتنې د اهميت د راڅرګندولو په برخه کې د ټي ايس ايليوټ د دې خبرې په غبرګولو، چې کره کتنه د ژوندانه لپاره د ساه هومره اړينه ده، وايي، انسان په رښتيا هم له پیله ځينې ارزښتونه رد کړي او ځينې يې منلي دي چې تر دې ځايه را رسيدلي دي. د سالک په اند د کره کتنې وجود د انسان د فطرت برخه ده او د ژوند په يو ځانګړي ډکر کې يې داسې زده کوي لکه سترګې چې له ښکلا نه خوند اخستل بې له کومې واسطې زده کوي.

سالک د کره کتونکي لپاره پوهه او هنري ذوق لازم ګڼي، ځکه د ده په اند کله کله يو کس هنرمند نه وي خو دغه صلاحيت په کې وي.

هغه د خپلې دغې خبرې د اثبات لپاره دا مثال هم راوړى: ((ماشوم چې د دوه، درې کلونو شي د لوبو په څيزونو کې ځينې ردوي او ځينې مني، همدغه د کره کتنې پیل دی، خو يوه خبره شته او هغه دا چې ماشوم په شعوري توګه نه پوهېږي چې ولې ځينې څيزونه اخلي او ځينې غورځوي، همدغه فطري عمل دی، چې د وخت په تېریدو او د عمر په پخېدو د ذوق، پوهې او استدلال په مرسته يو څرګند دريځ او لوی ارزښت مومي.))

سالک کره کتنه له ادب سره په تړاو کې څېړي او په دې بنسټ چې ساينسي اصول هم پړاو په پړاو مات شوي او جوړ شوي دي، کره کتنه علم نه بولي خو بيا هم له دې کبله چې ادب له نسل، جغرافيې، طبيعت، تخيل، ښکلا، مقصديت، تاريخ، اخلاقو او داسې نورو سره د اړيکې له زاويې ګوري د ادب لپاره دايمي اصول جوړول ناممکه ګڼي، په دې برخه کې هغه ليکي: ((موږ وينو چې په بېلابېلو ژبو کې د کره کتنې پر اصولو کتابونه لیکل شوي او لا لیکل کېږي، خو تر لوستو وروسته څرګنده شوې چې د دې کتابونو ترمنځ کم ورته والی موجود دی، يقینا چې په داسې حالاتو کې د اصولو خبره ګرانه برېښي.))

سالک کره کتنه د داخلي تاثراتو زېږنده ګڼي او له دې کبله هغه علم نه ګڼي ځکه د ده په نظر کره کتونکي په بشپړه توګه له شخصي تړاوونو خلاصيږي، علم په ثبوت رسېږي، هغه ليکي: ((کره کتنه ځکه علم دی چې پايلې يې د علم په څېر د تصدیق وړ نه دي که هر څو ورته اصول جوړ کړو له ذوقه نه پيلېږي او ذوق بیا د تعریف جوګه نه دی.))

خو سره له دې هم سالک کره کتنې ته د اصولو په ټاکلو کې په دريو اصلونو اتکا کوي چې هغه د صداقت، ترتيب و تناسب او د تخيل د انځورګرۍ اصلونه دي.

د صداقت د اصل په برخه کې د سالک نظر دا دى، چې د صداقت له اصله مراد دا دی چې یوه ډرامه یا لنډه کیسه چې کومه پېښه بیانوي، څومره حقیقیي ژوند ته نږدې ده او عقل يې څومره منلای شي، له فطرت سره تړاو څومره دی او څومره نوښت لري. که دغه تړاوونه په موزونه توګه موجود وي د فکر او خیال د پارولو توان ولري، نو بې له شکه چې يو بریالی ادبي تخلیق به وي.

د سالک په نظر څومره چې يو اديب د صداقت د معيار تصور ته نږدې کېږي، کمال ته رسي او که څومره ترې لرې کېږي، د زوال په لور ګام اخلي.

د ترتيب او تناسب د اصل په برخه کې سالک وايي چې دا په ادبياتو کې يو مهم او ارزښتناک اصل دى. دى له لفظي اړخ نه په مراد اخستنې سره غواړي دا ووايي چې د ليکوال سبک او اسلوب څومره د هغه له موضوع او مضمون سره سمون خوري.

د تخيل د انځورګرۍ د اصل د تشريح په برخه کې ليکوال د اثر په ښکلاييز اړخ زور اچولى او ليکي چې د دې اصل له مخې باید دا وکتل شي چې ادیب تر کومه کچه بریالی شوی چې خپل کتاب د ښکلاییزې  زاويې نه د پام اړولو وړ ګرځي: (( معنی دا چې کله لیکوال يې د تخيل د انځورګرۍ څخه د ژوند تفسیر هسې کوي څنګه ژوند وي نو بیا يې تخلیقي ادب نه شو ګڼلای، ځکه چې بې د تخيل د انځورګرۍ نه د ادب مسرت او سرور نه لري. ځينې کره کتونکي پر دې اند دي چې د تخيل انځورګري مسلسله په کار ده، داسې به نه وي، چې په يو ځای کې دې تخيل وي او په بل ځای کې دې ساده بیان. بله دا چې د تخيل انځورګري يو څيز ښکلا ته رسوي دومره افراط هم ښه نه وي چې ګونګ ابهام يې شاعرانه منطق له منځه يوسي.))

تر دې بحث وروسته سالک يوې بلې مهمې موضوع ته اشاره کوي او هغه دا چې د پخوا په پرتله زموږ په زمانه کې ادبي کره کتنې خورا ګړندی پرمختګ کړی. دی وايي چې د ادبي اثارو د ناب تول لپاره کره کتونکو بیلابیلې لارې خپلې کړې دي: ((د علومو چټک تګ ورځ په ورځ کره کتونکو ته نوي حقایق رامخې ته کوي.))

سالک وړاندې لیکي چې په کلاسیکه کره کتنه کې يوازې د ادب لفظي او معنوي جوړښتونو ته ارزښت ورکاوه او د دواړو په ګډ تړاو به يې خبرې کولې فصاحت، بلاغت او نور ځينې اصطلاحات وو چې د کره کتنې بنسټونه ګڼل کېدل او د کره کتنې بریدونه له لفظ او معنی څخه نه اوښتل.

د سالک په اند په وروستيو پېړيو کې په نړۍ کې ډېر علمي تحریکونه رامنځ ته شول چې نيغ په نيغه يې پر ادب اغیزه وکړه او نوې لارې يې ورته پرانستې، له دې وروسته نو زړې کره کتنې له څو تنګو او جامدو اصولو سره د مننې وړ کره کتنه نه شوه کولای: (( د همدې مجبوریت له کبله کره کتونکو د خپل کار لپاره د نویو لارو لټون پیل کړ او د بحث لپاره يې نوې خبرې او مسایل رامخې ته کړل.))

سالک وړاندې ليکي چې په اروپا کې نویو تاريخي څېړنو د ښکلا پېژندنې، ارواپوهنې او ټولنپېژندنې کره کتنه غني او له نویو چلنجونو سره مخ کړه: (( د ریاليژم، سمبوليزم، امپرسیونيزم، سوریاليزم او رومانتيسیزم ادبي مکتبونو هم د ادب دایره پراخه کړه. دومره پراخه چې د کره کتونکو لارې يې جلا کړې بلکې د کره کتنې په میدان کې يې يو قلمي جنګ ته لاره اواره کړه.))

د سالک په نظر دې بدلونونو د کره کتنې میدان دومره پراخه کړ چې احاطه يې د یو کره کتونکي د وس خبره نه ده هرڅوک له خپل مزاج سره سم ادبي مکتب انتخابوي، لولي يې او کره کتنه يې کوي.

د دغه اثر يوه په زړه پورې ځانګړنه دا ده چې ليکوال هڅه کړې قدم په قدم دغه موضوع په ښه توګه وڅيړي او ټول هغه مفاهيم او موضوعګانې چې له دې موضوع سره په ارتباط کې دي، پخپل ځاى بيان او تشريح کړي، چې دغه کار يې اثر ته تدريسي بڼه ورکړې او کېداى شي چې د هېواد د پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو په پوهنځيو کې تدريس شي.

دا چې سالک پخپله شاعر دى، د اثر ځينې جملې يې ډېرې هنري او شاعرانه دي. د دغې ځانګړتيا له مخې لوستونکي په يو دم سر  تر پايه د هغه په لوستلو کې د هيڅ ډول ستړيا احساس نه کوي.

د دې اثر بله ځانګړنه دا ده چې جملي يې ډېرې لنډې، ساده او روانې دي او په لفظي او مانيز ډول هيڅ پېچلتيا او ابهام نه په کې ليدل کېږي.

که څوک د دې ليواله وي چې د کره کتنې، فني کره کتنې، تخيل او شاعري، فلسفه او شاعري او تخليق او مطالعې په اړه خپل معلومات لا زیات کړي د دغه اثر لوستل ورته ډېر ګټور پرېوځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA