دنړۍ هېوادونو د هوا دبدلون پرضد د مبارزې نوی پلان تصويب کړ،په دې نوي پلان کې له بې وزله هېوادونو سره د مرستې صندوق هم شامل دی.
دنړۍ هېوادونو د هوا دبدلون پرضد د مبارزې نوی پلان تصويب کړ،په دې نوي پلان کې له بې وزله هېوادونو سره د مرستې صندوق هم شامل دی.
د مکسيکو د کان کون د سرمشريزې په دې پلان کې موافقه وشوه، چې د سل مليارد ډالرو مرستې پر ټولولو بيا هم ټينګار وشو چې هدف يې تر دوه زره شل کال پورې په هوا د بدلون د منفي اغېزو د جبران لپاره له نادارو هېوادونو سره د چاپېريال ساتنې مرستې په کې شاملې دي.
په دې موافقه ليک کې همدا راز د پاکې انرژۍ لپاره د ټيکنالوژېو د نوېو لارو چارو د شريکولو مرستې هم شاملې دي.
داموافقه وروسته له هغه وشوه،چې دملګرو ملتونو په ملاتړ دا سرمشريزه له دوو اونيو راهيسې د بډايو او نادارو هېوداونو اختلافاتو اغېزمنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ