د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير تور لګولى، چې د پټو سفارتي رازونو د خپرېدا ذمه وار جولين نه بلكې خپله امريكا ده. د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير كيون رډ ويلي، چې د پټو سفارتي رازونو له امله د امريكا پر امنيت نيوكې راپيدا شوي دي.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير تور لګولى، چې د پټو سفارتي رازونو د خپرېدا ذمه وار جولين نه بلكې خپله امريكا ده.
د اسټراليا د بهرنيو چارو وزير كيون رډ ويلي، چې د پټو سفارتي رازونو له امله د امريكا پر امنيت نيوكې راپيدا شوي دي.
په همدې حال كې د لندن يوې محكمې د امريكايي سفارتي اسنادو د خپراوي او په نړۍ كې د غوغا پورته كولو له امله د ويكي لېكس ويب پاڼې د بنسټګر ضمانت رد كړ.
جولين تېر سهار هغه مهال ونيول شو، چې په لندن كې د پوليسو يوې پوستې ته د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغلى و.
د جولين ضمانت له دې امله رد شو، چې د محكمې په فكر ښايي وتښتي.
د اسټراليا ۳۹ كلن اوسېدونكى، جولين د لندن پوليسو نيولى او پرې تور دى، چې په سوېډن كې يې پر دوو ښځوو جنسي تېرى كړى، خو جولين دغه ادعا ردوي.
د ويكي لېكس يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې د جولين نيول د رسنيو پر ازادۍ بريد دى او وعده يې وكړه، چې نور معلومات به هم خپاره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ