ads

سوات كې پر امنيتي پوستې بريد ۳ تنه ووژل

د خيبرپښتونخوا په سوات كې نامعلومو وسله والو پر يوې امنيتي پوستې د سپكو وسلو ډزې كړي، چې په پايله كې يې ۳ همدغه وسله وال وژل شوي دي. په سوات كې د رسنيو د مركز يوه چارواكي،   د خيبرپښتونخوا په سوات كې نامعلومو وسله والو پر يوې امنيتي پوستې د سپكو وسلو ډزې […]

نویسنده: The Killid Group
17 لیندۍ 1389

د خيبرپښتونخوا په سوات كې نامعلومو وسله والو پر يوې امنيتي پوستې د سپكو وسلو ډزې كړي، چې په پايله كې يې ۳ همدغه وسله وال وژل شوي دي. په سوات كې د رسنيو د مركز يوه چارواكي،

 

د خيبرپښتونخوا په سوات كې نامعلومو وسله والو پر يوې امنيتي پوستې د سپكو وسلو ډزې كړي، چې په پايله كې يې ۳ همدغه وسله وال وژل شوي دي.

په سوات كې د رسنيو د مركز يوه چارواكي، چې نوم يې نه دى ښودل شوى، رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه نن د سوات سيمې په شكردره كې هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو پر امنيتي پوستې بريد وكړ، خو امنيتي سرتېرو ته په كې كوم زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته كړې، چې د وسله والو دغه بريد د امنيتي سرتېرو لخوا په شا وتمبول شو او په ځوابي ډزو كې يې درې بريدګر ووژل.

په دې وروستيو كې په سوات كې يو ځل بيا د امنيتي سرتېرو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د نښتو خبرونه وركول كېږي، چې د امنيتي چارواكو په وينا، ډېرى وختونه پكې وسله وال بريدګر وژل كېږي.

بلخوا ځايي خلك بيا وايي، چې له يوې مودې راهيسې په سوات كې د مخالفينو مړي موندل كېږي او دا هغه كسان دي، چې په سوات كې تر پوځي عملياتو وروسته تري تم شوي وو.

ځايي طالبان هم دغه ادعا كوي، چې د دوى د كوم ملګرو مړي موندل كېږي، هغوى په سوات كې د پوځي عملياتو پرمهال نيول شوي وو، خو دولتي غاړې د دوى دغه ادعاګانې ردوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA