ads

د ويكي لېكس د بنسټګر جولين اسانژ ضمانت رد شو

لندن كې يوې محكمې د امريكايي سفارتي اسنادو د خپراوي او په نړۍ كې د غوغا پورته كولو له امله د ويكي لېكس ويب پاڼې د بنسټګر جولين اسانژ ضمانت رد كړ.     لندن كې يوې محكمې د امريكايي سفارتي اسنادو د خپراوي او په نړۍ كې د غوغا پورته كولو له امله د […]

نویسنده: The Killid Group
17 لیندۍ 1389

لندن كې يوې محكمې د امريكايي سفارتي اسنادو د خپراوي او په نړۍ كې د غوغا پورته كولو له امله د ويكي لېكس ويب پاڼې د بنسټګر جولين اسانژ ضمانت رد كړ.

 

 

لندن كې يوې محكمې د امريكايي سفارتي اسنادو د خپراوي او په نړۍ كې د غوغا پورته كولو له امله د ويكي لېكس ويب پاڼې د بنسټګر جولين اسانژ ضمانت رد كړ.

جولين تېر سهار هغه مهال ونيول شو، چې په لندن كې د پوليسو يوې پوستې ته د پوښتنو ځوابولو لپاره ورغلى و.

د جولين ضمانت له دې امله رد شو، چې د محكمې په فكر ښايي وتښتي.

د اسټراليا ۳۹ كلن اوسېدونكى، جولين د لندن پوليسو  نيولى او پرې تور دى، چې په سوېډن كې يې پر دوو ښځوو جنسي تېرى كړى، خو جولين دغه ادعا ردوي.

د ويكي لېكس يوه وياند رسنيو ته ويلي، چې د جولين نيول د رسنيو پر ازادۍ بريد دى او وعده يې وكړه، چې نور معلومات به هم خپاره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA