په قبايلي سيمه، مومند ايجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته په دوو ځانمرګو بريدونو کې د امن جرګې د مشر په ګډون ٤٠ تنه وژل شوي او له ٧٠ زيات ټپيان دي.
په قبايلي سيمه، مومند ايجنسۍ کې پرون له غرمې وروسته په دوو ځانمرګو بريدونو کې دامن جرګې د مشر په ګډون ٤٠ تنه وژل شوي او له ٧٠ زيات ټپيان دي.
دغه ځانمرګي بريدونه په مومند ايجنسۍ کې د دولت د استازي دفتر ته څېرمه د همدې ايجنسۍ په مرکز غلنۍ کې په داسې حال کې وشول، چې د لسګونو قبايلو په ګډون هلته د امن د جرګې غونډه روانه وه.
په مومندو ايجنسۍ کې دولتي استازي امجد علي خان رسنيو ته وويل چې ځانمرګى بريد د ده دفتر ته څېرمه د جرګې تالار مخې ته وشو.
د هغه په وينا، د ځانمرګي بريد پر مهال د جرګې په تالار کې د خويزو د قوم د امن کمېټې غونډه روانه وه.
پاکستانيو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ