د پاكستان په بنو كې يوه ځانمرګي بريد د يوه پوليس سرتيري په شمول ۵ تنه مړه او د ۲ پوليسو سرتېرو په شمول ۱۵ تنه نور ملكي وګړي ټپيان كړل. دغه پېښه تېره ورځ د بنو په ميلاد څلورلاري كې هغه مهال رامنځته شوه،
د پاكستان په بنو كې يوه ځانمرګي بريد د يوه پوليس سرتيري په شمول ۵ تنه مړه او د ۲ پوليسو سرتېرو په شمول ۱۵ تنه نور ملكي وګړي ټپيان كړل.
دغه پېښه تېره ورځ د بنو په ميلاد څلورلاري كې هغه مهال رامنځته شوه، چې ځايي پوليس په سيمه كې پر ګزمه بوخت وو.
په سيمه كې يوه پوليس چارواكي اورنګزېب رسنيو ته ويلي، چې په وژل شويو كسانو كې د يوه پوليس ترڅنګ يو ۲ كلن ماشوم او ۴ نور ملكي وګړي شامل دي.
د اورنګزېب په وينا، په ټپيانو كې دوه پوليس او ۱۵ ملكي وګړي دي، چې دا مهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دي.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې ځانمرګى پر يوه موټرسايكل سپور و.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په بنو كې ځانمرګي بريدونه شوي، چې په ترڅ كې يې د پوليسو سربېره ملكي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ