ads

چين د شپږو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو وړانديز وكړ

چين د جنوبي كوريا او امريكا ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو له امله پيدا شوي تاوتريخوالي د ختمولو په موخه د هغو شپږو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ناستې وړانديز وكړ، چين د جنوبي كوريا او امريكا ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو له امله پيدا شوي تاوتريخوالي د ختمولو په موخه د هغو […]

نویسنده: The Killid Group
8 لیندۍ 1389

چين د جنوبي كوريا او امريكا ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو له امله پيدا شوي تاوتريخوالي د ختمولو په موخه د هغو شپږو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ناستې وړانديز وكړ،

چين د جنوبي كوريا او امريكا ترمنځ د ګډو پوځي تمرينونو له امله پيدا شوي تاوتريخوالي د ختمولو په موخه د هغو شپږو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د ناستې وړانديز وكړ، چې د شمالي كوريا د اټومي پروګرام پر سر بحث كې شامل دي.

په دغو شپږو هېوادونو كې د جنوبي او شمالي كوريا سربېره امريكا، روسيه، جاپان او چين شامل دي.

يوه چينايي چارواكي رسنيو ته ويلي، چې په دغه سيمه كې د راپيدا شوي تاوتريخوالي له كبله چين سخت اندېښمن دى او غواړي، چې په راتلونكې اونۍ كې دغه شپږ هېوادونه په ګډه دغه مسئلې ته د حل لاره پيدا كړي.

په همدې حال كې جنوبي كوريا ويلي، چې د شپږو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره دا وخت مناسب نه دى.

بايد وويل شي، چې دغه هڅې په داسې مهال پيل شوې، چې جنوبي كوريا او امريكې د جنوبي كوريا په لويديځ ساحل كې ګډ څلور ورځني پوځي تمرينات پيل كړي، چې له كبله يې شمالي كوريا خبردارى وركړى او ويلي يې دي، چې دغه ګډ پوځي تمرينات سيمه د جنګ په لور ټېل وهي.

شمالي كوريا اخطار وركړى، چې كه دغه ګډ پوځي تمرينات د دوى اوبو ته وغځېدل، نو دوى به يې خامخا ځواب وركوي، خو امريكا ويلي، چې  دغ پوځي تمرينات يواځې دفاعي بڼه لري او هدف يې د شمالي كوريا لخوا پر جنوبي كوريا د نورو بريدونو مخنيوى دى او بله دا، چې د دغو تمرينونو پلان له وړاندې څخه نيول شوى و.

د يادونې وړ ده، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د شمالي كوريا توپخانو د يون پيونګ په نوم جزيرې۵۰ مرمۍ ورولې وې، چې له كبله يې د جنوبي كوريا دوه پوځيان او دوه عام وګړي وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA