ads

كراچۍ كې د الوتكې د راغورځېدو له كبله ۸ تنه ووژل شول

د پاكستان په كراچۍ ښار كې يوه روسي ډوله كارګو الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې د الوتكې ۸ تنه كاركوونكي وژل شوي دي. دغه الوتكه له كراچۍ ښار څخه د سوډان مركز خرطوم ته روانه وه.   د پاكستان په كراچۍ ښار كې يوه روسي ډوله كارګو الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې د […]

نویسنده: The Killid Group
7 لیندۍ 1389

د پاكستان په كراچۍ ښار كې يوه روسي ډوله كارګو الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې د الوتكې ۸ تنه كاركوونكي وژل شوي دي. دغه الوتكه له كراچۍ ښار څخه د سوډان مركز خرطوم ته روانه وه.

 

د پاكستان په كراچۍ ښار كې يوه روسي ډوله كارګو الوتكه راپرېوتې، چې له كبله يې د الوتكې ۸ تنه كاركوونكي وژل شوي دي.

دغه الوتكه له كراچۍ ښار څخه د سوډان مركز خرطوم ته روانه وه.

د پاكستان د سمندري ځواكونو يوه قومندان خالد رسنيو ته ويلي، چې د الوتكې له غورځېدو يو ساعت وروسته پكې اور ولګېد، چې اوس يې هم لمبې ليدل كېږي.

نوموړي زياته كړه، چې الوتكه په هغه ځاى كې راپرېوتې، چې تر رغاونې لاندې وه او له كبله يې د سيمې شاوخوا ۱۰ مزدوران هم تري تم دي.

بايد وويل شي، چې په دغه سيمه كې د سمندري ځواكونو ډيرى متقاعد افسران اوسېږي.

دغې الوتكې په كراچۍ ښار كې د قائداعظم نړيوال هوايي ډكر څخه الوت كړى و، چې څو دقيقې وروسته د همدې ښار په ګلشن جمال سيمه كې راپرېوته او له منځه لاړه.

دغه آى اى ايل۷۶ ماډل الوتكه كې شاوخوا ۳۰ ټنه امدادي توكي بار وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA