په هلمند کې د طالبانو د پخواني والي او پوځي قومندان ملا عبدالمنان نيازي وياند او ځانګړی کس جاوېد وړمه شپه د افغان ځواکونو په يوه هوايي بريد کې وژل شوی دی.
د هلمند ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړی د موسی کلا په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
له بل لوري يوه باوري سرچينې هم د نوم نه ښودو په شرط کليد ته تاييد کړې چې جاوېد وړمه شپه په موسی کلا ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې لومړی ټپي او وروسته يې پاکستان ته د لېږد پر مهال په بهرامچي لاره ساه ورکړه.
د يادولو ده چې عبدالمنان نيازی هم د لېندۍ په ۱۱مه په يوه هوايي بريد کې وژل شوی و.
وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.