په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هېلي د دغه هېواد د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دريځ خلاف د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د خبريال جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ وايي، محمد بن سلمان په دې وژنه کې لاس نه لري.
مېرمن هېلي، چې د ۲۰۱۹م ميلادي کال په لومړيو کې خپله دنده پرېږدي وويل، متحده ايالات بايد د خاشقجي په وژنه كې لاس لرونكي سعودي چارواکي ونه بښي.
د نوموړې په خبره، د سعودي عربستان چارواکي د تركيې په استانبول ښار کې د دغه هېواد په کونسلګرۍ کې د خاشقجي په قتل کې ښکېل دي او په وينا يې، نه شي کولای په دې كار سترګې پټې كړي او له زورواکۍ ملاتړ وکړي.
ياد خبريال د تېرې اكټوبر مياشتې په دوهمه نېټه په استانبول ښار كې سعودي كونسلګرۍ ته لاړ او تر لادركه كېدو وروسته يې وژنه تاييد شوه.