ads

ديني عالمانو په ننګرهار كې د کوکنارو د حراموالي په اړه فتوا صادره کړه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونو ديني عالمانو تېره ورځ د يوه کنفرانس په ترڅ کې د کوکنارو د کښت، قاچاق او کارونې حراموالي په اړه فتوا صادره کړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 لیندۍ 1397
ديني عالمانو په ننګرهار كې د کوکنارو د حراموالي په اړه فتوا صادره کړه

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې لسګونو ديني عالمانو تېره ورځ د يوه کنفرانس په ترڅ کې د کوکنارو د کښت، قاچاق او کارونې حراموالي په اړه فتوا صادره کړه.
دوى غوښتنه وكړه، چې حکومت دې د شرابو د پلور، قاچاق او كارونې په مخنيوي کې هم جديت غوره کړي.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي ټينګار وکړ، تر هغه وخته، چې کروندګرو ته د بديل معيشت پروګرام قوي او روڼتيا په کې رامنځته نه شي، د کوکنارو د کښت مخنيوی ستونزمن دی.
دی وايي، له کروندګرو سره هغه وخت د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې مرسته کېږي، چې د غنمو د کر وخت تېر شوی وي.
بل پلو د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند ډاډ ورکړ، چې دا ځل د کوکنارو د کښت مخنيوي کمپاين ډېر شفاف دی او په هغو ولسواليو کې د بديل معيشت پروګرام زيات پراخېږي، چې د کوکنارو کښت په کې صفر ته ښکته شي.
د چارواکو په وينا، سږ کال په ننګرهار كې د کوکنارو د کښت مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي او د دولت تر ولکې لاندې په هېڅ سيمه کې به د کوکنارو کښت ته اجازه ورنه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA