د ننګرهار په بهسودو، روداتو او ګوشتې ولسواليو کې د هالنډ ډچ کمېټې لخوا د دغه ولايت د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له رياست سره په همغږۍ څارويو ته د کانګو ناروغۍ ضد واکسين د وركولو کمپاين پيل شو.
د ننګرهار د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس نورالله سباوون وايي، د دې کمپاين په ترڅ كې به ۴۵ زره لوی او کوچني څاروي واکسين، ۱۲ زره غوجلې دواپاشي او ۱۲۰۰ صحي کيټونه مالدارانو ته ووېشل شي.
د هغه په وينا، دا ډول كمپاينونه به د ننګرهار په نورو ولسواليو كې هم ترسره شي.
د کانګو ويروس له څارويو د کنې په وسيله انسان ته انتقالېږي.
دا ويروس لومړی ځل په ۱۹۴۴م ميلادي كال كې په کريميا ټاپو او وروسته په کانګو هېواد کې خپور شو، چې تراوسه يې له کبله ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.