ads

په كابل كې د غزني او اروزګان ولايتونو د اوسېدونكو لاريون روان دی

يو شمېر هېوادوالو د هغه څه په غبرګون كې، چې دوى يې د هېواد مركزي برخو په ځانګړې توګه خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسواليو ته د حكومت نه پاملرنه ښيي، په لاريون لاس پورې كړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 لړم 1397
په كابل كې د غزني او اروزګان ولايتونو د اوسېدونكو لاريون روان دی

يو شمېر هېوادوالو د هغه څه په غبرګون كې، چې دوى يې د هېواد مركزي برخو په ځانګړې توګه خاص اروزګان، مالستان او جاغوري ولسواليو ته د حكومت نه پاملرنه ښيي، په لاريون لاس پورې كړ.
دوى تېره شپه د كابل له لوېديځې برخې د ارګ لور ته لاړل.
لاريون كوونكي له حكومته غواړي، چې د اروزګان سرحدي سيمې او د غزني جاغوري او مالستان ولسوالۍ د طالبانو له شتونه پاكې كړي.
بېځايه شوو خلكو ته د مرستې رسول، يادو برخو ته د اضافي سرتېرو لېږل او په هزاره مېشتو سيمو كې د يوې تلپاتې قول اردو رامنځته كول د اعتراض كوونكو نورې غوښتنې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب تېر مازيګر په ولسي جرګه كې د غزني د خلكو له استازو سره د ليدنې په مهال وويل، په دغه ولايت كې د امنيت د ټينګښت موضوع په جدي توګه تعقيبېږي او په دې اړه د ملي دفاع وزارت ته لازمې لارښوونې شوې دي.
ده زياته كړه، په غزني كې به د غوڅ ملاتړ ماموريت په همكارۍ كې د امنيتي ځواكونو هوايي او ځمكني عمليات دوام ولري.
د يادونې وړ ده، چې په وروستيو څو ورځو كې د اروزګان خاص اروزګان او د غزني جاغوري او مالستان ولسوالۍ د امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهدې وې، چې د راپورونو پر بنسټ، وړمه شپه د جاغوري ولسوالۍ په نښتو كې ۱۰ كومانډو سرتېري او ۱۵ ملكي وګړي وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA