د یاد بندر کمیسارۍ اپراسون مولوي خیر خوا ویلي، شپږ ایراني پوځيان تېر ماښام د افغانستان خاورې ته تر را داخلېدو وروسته د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوي.
نوموړی وايي، پوځیانو ادعا کړې چې په تېر وتنې سره د افغانستان خاورې ته را داخل شوي دي.
په همدې حال کې د ایران دولتي رسنۍ ایرنا هم د یادو پوځیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی.
سرچینې لیکلي، چې پوځیان د ایران حکومت په هلو ځلو خوشې شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ