د سمنګان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر خواني طاهري د وسله والو طالبانو په بريد كې له شاوخوا ۵۰ امنيتي سرتېرو سره وژل شوى دى.
د دغه ولايت والي عبدالطيف ابراهيمي كليد ته وويل، تېره شپه په دره صوف پايين ولسوالۍ كې د طالبانو د بريد له كبله د امنيه قوماندانۍ د امنيت د امر په ګډون يو شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، د امنيتي ځواكونو يو هاموې ټانك، درې رېنجر موټرونه او يو امبولانس د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
خو د سمنګان د ولايتي شورا مرستيال محمد هاشم سروري په دې بريد كې له شاوخوا ۵۰ امنيتي سرتېرو سره د طاهري د وژل كېدو خبر وركوي او وايي، جسدونه يې تراوسه د جګړې په ډګر كې پراته دي.
وسله والو طالبانو هم په بريد كې د ۳۰ افغان سرتېرو د وژلو او ځينو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.