د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د تېر ماښام په لوبه كې د طوفان هريرود لوبډلې د ميوند اتلان لوبډلې ته د صفر په مقابل كې په درېيو ګولونو ماتې وركړه.
ټاكل شوې نن ماښام د سپين غر بازان او موج هاى امو لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو لوبډلو په لومړي ګروپ کې شاهين اسمايي، د سپين غر بازان، د اباسين څپې او موج های امو لوبېږي او په دوهم ګروپ کې بيا عقابان هندوکش، د ميوند اتلان، طوفان هريرود او سيمرغ البرز لوبې كوي.