پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د سکرو د يوه کان د چت د نړيدو له کبله نهه تنه کان کېدونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دا پيښه پرون خيبر ايجنسي ته څيرمه په ادم خيل دره کې وشوه.
تر دې دمه د کان د چت د نړيدو اصلي علت نه دی روښانه شوی. د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوی دی. د پاکستان د کانونو د کارګرانو فدرارسيون وايي چې هرکال په دغه هېواد کې نژدې دوه سوه تنه کان کېدونکي د داسې پيښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.