ads

د زمبابوې واکمن ګوند زنو- پي اېف په پارلمان کې اکثريت وګاټه

د زمبابوې د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د دغه هېواد واکمن ګوند (زنو -پي اېف) د پارلمان اکثريت ګټلی دی.

نویسنده: mayar
10 زمری 1397
د زمبابوې واکمن ګوند زنو- پي اېف په پارلمان کې اکثريت وګاټه

د زمبابوې د ټاکنو لومړنۍ پايلې ښيي، چې د دغه هېواد واکمن ګوند (زنو -پي اېف) د پارلمان اکثريت ګټلی دی.
د زمبابوې د ټاکنو کمېسيون د پايلو له مخې، چې نن يې يوه برخه خپرې شوې، د ايمرسن منانګاګوا په مشرۍ زنو – پي اېف ګوند د ۲۱۰ چوکيو له منځه تر دې مهاله ۱۰۹ چوکۍ ګټلې دي.
له بل لوري مخالف د ډيموکراټيک بدلون ګوند يا اېم ډي سي بيا تر اوسه ۴۱ چوکۍ خپلې كړي، خو لا هم د ۵۸ نورو چوکيو لپاره د رايو شمېرنه پاتې ده.
دغه راز د جمهوري رياست لپاره هم د رايو شمېره دوام لري.
د زنو – پي اېف ګوند ۳۰ نورو چوکيو ته اړتيا لري، تر څو له درې – دوه اکثريت وګټي او په اساسي قانون کې هم بدلون راوستلی شي.
په زمبابوې کې د دوشنبې ورځې تاريخي ټاکنې له هغه وروسته ترسره شوې، چې تېر کال د دې هېواد واکمن رابرټ موګابې له اوږدې واكمنۍ وروسته ګوښه کړای شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA