د سعودي عربستان په جدې ښار كې د افغانستان د سولې په اړه د ديني عالمانو كنفرانس نن په ځايي وخت ۱۱ بجې پيل شو.
ټاکل شوې د دغه كنفرانس د دوهمې ورځې غونډه په مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.
د جمهوري رياست د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وايي، په دې غونډه كې له ۳۰ د زياتو اسلامي هېوادونو ديني عالمانو ګډون كړى دى.
نوموړى زياتوي، دا ډول غونډې د سولې په اړه څرګند پيغامونه لري.
مرتضوي هيله څرګنده كړه، چې په انډونيزيا، افغانستان او سعودي عربستان كې د ديني عالمانو د فتواوو او پيغامونو په پام كې نيولو سره د افغان حكومت مخالفې وسله والې ډلې له جګړې لاس واخلي.
د سولې عالي شورا يوه سرچينه وايي، د عالمانو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ۳۶ کسيز افغان پلاوي په ياد كنفرانس كې برخه اخيستې ده.