د بريتانيا د ويټالټي بلاسټ د ۲۰ اوورېزه کرکټ سياليو په څلورمه لوبه کې افغان ورو توپ اچونکي راشد خان دوه ويکټې ترلاسه کړې.
دغه لوبه چې تېره شپه ترسره شوه ساسيکسر لوبډلې چې افغان راشد خان هم په کې لوبېږي ليسيسټر شاير لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې سوداګريزو سياليو کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجيب ځدراڼ هم په بېلابېلو لوبډلو کې لوبېږي.
دا اول وار دی چې د کرکټ درې افغان لوبغاړي د انګلينډ په ۲۰ اوورېزه کرکټ سياليو تجارتي ليګ کې لوبېږي، له دې وړاندې دا درې افغان لوبغاړي د هندوستان په تر ټولو سترو کورنيو سياليو «اي.پي.اېل» کې هم لوبېدلي او ښه ځليدلي دي.