د افغان – جرمن اقتصادي شورا چارواکي وايي، غواړي د جرمني او افغان سوداګرو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.
د دې شورا د همغږۍ برخې مشر الياس عمر نن د شورا د کار د پيل په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې له کليد سره په خبرو کې وويل، غواړي له افغان سوداګرو سره په اقتصادي او د فابريکو د ماشينونو د نوي كولو په برخه کې مرسته وکړي.
په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيالې کاملې صديقي په ياده غونډه کې د افغان- جرمن اقتصادي شورا رامنځته کېدل د سوداګرۍ د ودې، له اروپايي هېوادونو سره د سوداګرو د اړيکو په جوړولو او په ټوله کې د افغانستان او جرمني د اړيکو په ښه کولو کې يو مثبت ګام ياد کړ.
نوموړې که له يوې خوا د سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې له خصوصي سکټور سره د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه، له بلې خوا يې حکومت سره د دې سکټور همکاري هم ارزښتمنه وبلله.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان- جرمن اقتصادي شورا چارواکي وايي، جرمني له امريکا وروسته دوهم هېواد دى، چې له افغانستان سره يې په مختلفو برخو کې مرستې کړي او په راتلونکې کې به يې هم وكړي.