د ارزګان اوسېدونکي او مدني فعالان له حکومت غوښتنه کوي چې د ارزګان ـ کندهار د لويې لارې پر جوړولو دې کار چټک کړي. دوی وايي، که څه هم په دغه لاره څه ناڅه کار کېږي، خو دوی یې بیړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري.
د ارزګان ولایت د اوسېدونکو په خبره، له يوه لوري د لارې ويجاړتيا، له بل لوري ناامنيو او د پوليسو ځورونې تر پوزې راوستي دي. د ارزګان يو تن مدني فعال سردار ولي سمسور وايي، که څه هم په دغه لاره کار روان دی، خو هغه هغسې نهدی چې د خلکو هيله ده. د نوموړي په خبره، دغه لاره خورا ډېره ويجاړه ده او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي: ((دغه لاره ۷۰ فیصده خرابه ده که دغه لاره جوړه شي؛ نو موږ به وکولای شو پر وخت له ارزګان څخه کندهار ته ورسېږو او له کندهار څخه ارزګان ته، خو که ورانه وي تاسې پوهېږﺉ چې کله ناروغي پیدا شي؛ نو په دغه لاره د ناروغ لېږدول ستونزمن کېږي.))
له بل لوري د پوهنتون محصل جمعهګل همت وايي، هيله لري چې د ارزګان- کندهار ترمنځ د غځیدلي سړک د رغولو چارې چټکې شي:((موږ وايو د ارزګان کوڅې مهجوړوﺉ، خو د خدای دپاره دغه لاره ژر جوړه کړﺉ چې زموږ ستونزې اوارې شي.)) له بل لوري د ارزګان ولايت سيمهييز چارواکي ډاډ ورکوي چې دغه لویه لار به ډېر ژر جوړه شي. د دغه ولايت د فوايد عامې رياست مسوولین وايي چې د لارې د ژر جوړېدو لهپاره نوي پلانونه لري.
په همدې حال کې د ارزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد ويلي چې د دغې لارې کار به له نږدې وګوري او هڅه به وکړي چې د ارزګان او کندهار ترمنځ غځېدلی سړک په اساسي او پاخه ډول ورغول شي. نوموړی وايي د دغې لارې رغول د ارزګانيانو يوه مهمه اړتيا ده او ځنډ په کې د منلو وړ نهدی.
له بل لوري له تېرو دوو کلونو راهيسې له ارزګان ولايت څخه هوايي الوتنې هم بندې شوې دي. چارواکي یې علت نازک امنیتي وضعیت ښيي. یو نیم کال وړاندې طالبان ان د ارزګان تر مرکز پورې هم رسېدلي وو، خو امنیتي ځواکونو بیرته شاته کړل.
د ارزګان ـ کندهار لويه لاره له امنیتي اړخه هم ستونزې لري، د حکومت وسلهوالو مخالفانو په ځلونو حکومتي چارواکي او عام خلک د دغې لارې په اوږدو کې له موټرو ښکته او له ځانه سره وړي دي.
که څه هم د افغان حکومت په لومړيو لسو کلونو کې د لویو لارو په بیارغولو په ملیارډونه ډالر ولګېدل او ډېرې لارې او سړکونه پاخه شول، خو په دې وروستیو څو کلونو کې دغه بهیر ټکنی شوی دی. سربېره پر دې چې په دې وروستیو څو کلونو کې نوې لارې نهدي رغول شوي، ځینې هغه لویې لارې او سړکونه هم ویجاړ شوي چې حکومت په مخکې کلونو کې جوړ کړي وو.
کارپوهان د دغو لارو د تخریب عمده عوامل د وسلهوالو مخالفانو له لوري د سړک غاړې بم اېښودنې او د وزنلرونکو موټرونو تګ راتګ یادوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ