ads

چين ته نن د سوري زړه په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو دوهمه ډله لېږل كېږي

د سوري زړه په ناروغۍ د اخته افغان ماشومانو دوهمه ډله نن د درملنې په هدف چين ته ځي.
د چين سرې مياشتې ادارې د ۲۵ نورو افغان ماشومانو له درملنې سره هوكړه کړې ده.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې سکرتر جنرالې نيلاب مبارز پرون په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، د چهار شنبې په ورځ چين ته د درملنې لپاره اته نجونې او ۱۷ هلکان، چې عمرونه يې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو دي، استول کېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 وری 1397

د نوموړې په وينا، له هر ناروغ ماشوم سره يو پايواز هم دغه هېواد ته لېږل کېږي.
مېرمن مبارز زياته کړه، د يادو ماشومانو درملنه، چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته دي، په چين کې د دې هېواد د سرې مياشتې ادارې لخوا کېږي.
هغه وايي، دا ماشومان د چين د سرې مياشتې ادارې د ۱۹ کسيز پلاوي له لوري کتل شوي او دغه هېواد ته يې د استولو دوسيې بشپړې شوې دي.
د مېرمن مبارز په خبره، د ياد پلاوي لخوا ۵۴ نور افغان ماشومان هم تشخيص شوي، چې د روان ميلادي کال په درېيو نورو پړاوونو کې به چين ته واستول شي.
د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم په چين كې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۲۱ افغان ماشومانو درملنه وشوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA