په هرات كې نن سهار د ټرافيكي پېښې له كبله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، يو فلاينكوچ موټر له هرات ښاره د فارسي ولسوالۍ په لور روان و، چې د ادرسكن ولسوالۍ په صحرا سرخك سيمه كې له يوه بار وړونكي موټر سره وجنګېده.
هغه زياته كړه، په دې پېښه كې په فلاينكوچ موټر كې سپاره د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ