ads

سمیر متین: افغانستان ته د یوه ټرانزیټي هېواد نوم نه شو ورکولی

په كابل كې د جوړ شوي ټرانزیټي نندارتون مشر وايي، تر هغې چې له ګاونډیو هېوادونو سره پولې په کلکه ونه څارل او د سوداګریزو توکو د قاچاق مخنیوی ونه شي، نو افغانستان ته د یوه ټرانزیټي هېواد نوم نه شي ورکولی.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 سلواغه 1396
سمیر متین: افغانستان ته د یوه ټرانزیټي هېواد نوم نه شو ورکولی
AppleMark

په كابل كې د جوړ شوي ټرانزیټي نندارتون مشر وايي، تر هغې چې له ګاونډیو هېوادونو سره پولې په کلکه ونه څارل او د سوداګریزو توکو د قاچاق مخنیوی ونه شي، نو افغانستان ته د یوه ټرانزیټي هېواد نوم نه شي ورکولی.
سمیر متین چې د جمعې په ورځ یې په کابل کې د ځمکني او هوايي ټرانزیټ په برخه کې د لومړني نندارتون په پرانیست غونډه کې خبرې کولې، د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په اړه د حکومت د ځینو اسانتیاوو له رامنځته کولو خوښي څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه، چې لا هم ستونزه موجوده ده.
په ورته مهال د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستيال خان جان الکوزي په یاده غونډه کې وویل، که څه هم د پخوا په پرتله اوس سوداګرو ته د هغوی د مالونو د لېږد را لېږد په برخه کې ستونزې کمې شوي، خو دى وايي، ستونزه په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو سره سم د تولیداتو نه برابرېدل دي، چې بهر ته یې نه شي صادرولی.
هاخوا بیا د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر فېروز خان مسجدي، د لاجورد لارې، د هېواد پر مخ د چابهار بندر پرانیستلو، په اقینه او حیرتان کې د ریل لارو جوړولو او یو شمېر نورو ټرانزيټي لارو څخه په یادولو وویل، افغان حکومت غواړي افغانستان د ټرانزیټ له لارې د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.
دغه راز د ټرانسپورټ وزارت مرستیالې فوزیې احساني په نوموړې غونډه کې د خبرو په مهال د یو شمېر ټرانزیټي او ټرانسپورټي خدمتونو له وړاندې کولو او له پاکستان سره د سوداګریزو توکو لېږد را لېږد په برخه کې د ستونزو تر حل پورې یې په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د چابهار بندر تړون ته اشاره وکړه.
خو نوموړې له ایران سره هم د ټرانزیټ په برخه کې لوړ لګښت افغان سوداګرو ته په زیان وباله.
د ځمکني او هوايي ټرانزیټ په برخه کې د لومړني نندارتون هدف د تولیداتو ترڅنګ له ټرانزیټ څخه د دولت او خصوصي سکټور ملاتړ، د ستونزو او ننګونو حل، په هوايي چلن کې د پانګونې جلب او له مختلفو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد پر نوو لارو غور کول دي، چې د همدې نندارتون په پرانیست غونډه کې د ترکیې او ایران هېوادونو استازو د خبرو په مهال ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به له افغانستان او افغان سوداګرو سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ دا هېواد له ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره د ځمکې او له هند سره د هوا له لارې سوداګري كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA