ads

د کندوز اوسېدونکي: د امنيتي ځواکونو عملياتو کې يوازې ملکيانو ته زيان اوښتی

د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې وروستيو عملياتو هېڅ پایله نه لرله او يوازې ملکي وګړو ته زيان اوښتی.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
د کندوز اوسېدونکي: د امنيتي ځواکونو عملياتو کې يوازې ملکيانو ته زيان اوښتی

د کندوز ولايت اوسېدونکي وايي، په دې ولايت کې وروستيو عملياتو هېڅ پایله نه لرله او يوازې ملکي وګړو ته زيان اوښتی. د دوی په خبره، په دې عملياتو کې يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي دي او کورونو ته يې هم زيان اوښتی.

د دغه ولايت اوسېدونکي ټينګار کوي چې دولت باید هغې سيمې وساتي چې له وسله والو طالبانو يې نيسي او هلته دې پوستې جوړې کړي. له بل لوري په شمال ختيځ زون کې د ۸۹۸ سپين زر زون د پولیسو قومندان جنرال عبدالخلیل ضيايي وايي، د دغه ولايت په چهاردرې او امام صاحب ولسواليو کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي او دايمي مرکزونه يې ويجاړ شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندوز کې عمليات ترسره کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په ځلونو لنډ مهالي عمليات ترسره شوي دي، خو همدا چې افغان ځواکونه له سيمې راووځي، بېرته دغه سيمې وسله وال طالبان تر خپل کنټرول لاندې راولي.

 

 

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA